توتي ګل چې زمونږ کلیوال ؤ، په سټه ډنګر او په ونه دنګ ځوان ؤ، ډېر ساده، اخلاقي او له خولې خوږ سړی ؤ.
سره له دې چې پریمانه خوبۍ یې لرلې بیا یې هم یو داسې عیب درلود چې د ده پر ټولو خوبیو ور پروت ؤ.
عیب یې دا ؤ چې له کوم چا سره به یې ټنډه ترخه شوه نو زر به یې مقابل لوري ته، خپله خوله ورخلاصه کړه، داسې عجیب او غریب الفاظ به یې ورباد کړل چې د مقابل لوري په سترګو به، بې له ځنډه ګزي مزي راغلل، هغه به لومړۍ شاوخوا تیږه کتله او چې تیږه به پر نظر ورنرغله نو لاسونه به یې موټی کړل، ژبه به یې داړو ته لاندې کړه او بوکسونو ته به یې زور ورکړ، یا به یې توتي ګل ښۀ سرکوزی کړ او یا به یې ځان له اخه توخه پرې واچاوه.
زرین کاکا د خدای وبښي! هغه یؤ پراخ ټنډی سړی ؤ، ده به د نورو نصیحتي خبرو تر څنګ دا خبره هم ډېره کوله( ځینو په خولو کې سپي تړلي وي چې له خلاصیدو سره سم انسان تیږي اخیستو ته مجبوروي)
ماشوم وم خو دغه خبرې ته به سخت حیران وم؛ چې سپی څنګه په خوله کې تړل کیږي؟
کله چې په خو او بدو پوه شوم نو دا ژوندی مثال مې د توتي ګل په خوله کې ولید.
وروستي