
درنو دوستانو السلام عليکم!
راتلونکې پنجشنبه د خوشال بابا فکري بهير ۱۹۰مه اوونيزه غونډه ده. پدې غونډه کې د قرآن پاک د مبارکو آيتونو تر تلاوت او د حديث شريف تر ژباړې وروسته په روانې اونۍ کې په مهمو ملي او نړیوالو پیښو مرور وشي.
ښاغلی طاهر کاڼې به « د اعلحضرت آزاد خان افغان » تر سرلیک لاندی د کتاب مهم ټکي او لنډیز وړاندی کړي. ورپسی به ښاغلی عارف رسولی د زدکړندویه سازمان (Learning Organization ) په هکله یو په زړه پورې پرزینټیشن ګډونکونکو ته وړاندې کړي او د غونډی په وروستۍ برخه کی ځانګړی وینا هم په نظر کی نیول شوی ده.
وخت: پنجشنبه د چنګاښ ۲۹، ماسپښين دوه نيمې بجې
ځای: قلعه فتح الله، پنځمه کوڅه، د آشنا پوهنتون مخامخ کوڅه، د روكيان مديريتي مشورو مؤسسی مرکزي دفتر
په ډېر درنښت