
په سړوسيموكې دنوي تعليمي كال دپيل په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دپوهنې دوزيرپيغام
وياړم چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دپوهنې وزارت دمشرتابه په استازيتوب خپلې نېكې هيلې او مباركۍ دنوي تعليمي ۱۳۸۹ كال دپيل په مناسبت ټولوهېوادوالو،درنوښوونكو او ګرانو زده كوونكوته ووايم.
ښكاره ده چې ديوه هېوادپرمختګ او ديوې ټولنې اوچت والى په ځانګړې توګه په تعليم يافته خلكوپورې اړونده ده چې په غير ددې هيڅ يوهېوادنشي كولى دپرمختلليوهېوادونوڅخه وګڼل شي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت دپوهنې وزارت دپوهنې ديوه متوازن او پياوړي نظام په ملاتړ دافغاني اصيل اومنل شوي دود په چوكاټ كې اوداسلام دمقدس دين دټولو ارزښتونوپه ساتلواودټولوعلمي معيارونوپه پام كې نيولوسره نه ستړې كېدونكې هلې ځلې كوي او دافغانستان داساسي قانون د۴۳ مادې په حكم سره په مورنۍ ژبه زده كړه دهېوادټولواتباعوته بې له كوم تبعيض څخه ټينګاركوي.
دهېواد دپوهنې وزارت نوى تعليمي ۱۳۸۹ لمريزكال دكيفيت دلوړوالي،دتربيت درشد اودمعيشيت دبهبودپه نامه نومولى دى،چې ددې دټينګښت لپاره دټولوهېوادوالوهمكاري محسوسېږي اودې مرستې ته جدي اړتيااحساسېږي .
دغه راز له وخت نه په استفادې سره له درنوعلماؤ،قومي مخوروا او سپين ږيرو څخه په ټول احترام څخه هيله كوم چې دښوونكواودپوهنې زده كوونكو دځان، مال اودمكاتبواومدرسو دحريم دساتلوپه برخه كې دهېواددپوهنې له وزارت سره مرسته وكړي چې انشاالله دخيرپه دې كار سره به خداي (ج) ستربرياليتوب دهريوه نصيب كړي.
ځكه چې امنيت اوساتنه له مكتبونو،مدرسو اونورو ښوونيزو او روزنيزو مركزونو څخه دهرافغان وګړي اسلامي او ملي وجيبه ده،اودټولوهېوادوالوهراړخيزه مرسته اوهمكاري په دې برخه كې لازم اوملزومه ده،اواړينه ده چې دخداي (ج) درضادحاصلولوپه موخه دپوهنې كورنۍ له سياسي،امنيتي اونورو منازعوڅخه لرې وساتو.
هيله منديم چې په نوى تعليمي كال كې به دزده كړوچټك بهيرډاډمند،اوپه همدې منظور په ټول افغانستان كې دايمي سولې زمينه مساعده شي .
په درنښت
دپوهنې وزير
فاروق وردګ