
درنو دوستانو السلام عليکم!
راتلونکې پنجشنبه د خوشال بابا فکري بهير ۱۸۹مه اوونيزه غونډه ده. پدې غونډه کې د قرآن پاک د مبارکو آيتونو تر تلاوت او د حديث شريف تر ژباړې وروسته په روانې اونۍ کې په مهمو ملي او نړیوالو پیښو مرور وشي.
ښاغلی ذبیح الله هیواد وال به « د منځني ختیز د جهادیانو د اور په لمبو کی » تر سرلیک لاندی د کتاب مهم ټکي او لنډیز وړاندی کړي. ورپسی به ښاغلی سمیع الله ایلم د روحی فشار د منجمنټ په هکله یو په زړه پورې پرزینټیشن ګډونکونکو ته وړاندې کړي او د غونډی په وروستۍ برخه کی ځانګړی وینا هم په نظر کی نیول شوی ده.
وخت: پنجشنبه د چنګاښ ۲۲، ماسپښين دوه نيمې بجې
ځای: قلعه فتح الله، پنځمه کوڅه، د آشنا پوهنتون مخامخ کوڅه، د روكيان مديريتي مشورو مؤسسی مرکزي دفتر
په ډېر درنښت