د امریکا په پارلمان کې د ټرمپ د استیضاح موضوع هم طرح شوې

د امریکا د کاليفرنیا ایالت استازي برډ شرمن، تیره ورځ په پارلمان کې د لومړي ځل لپاره دا موضوع هم مطرح کړه، چې جمهور رييس ډونالډ ټرمپ دې په دې تور، چې د فدرال محکمې په څېړنو کې يې مداخله کړې، استیضاح شي.
د امريکايي رسنيو د رېپوټونو پر بنسټ، نوموړي ويلي، چې د ټرمپ لخوا د اېف بي ای پخواني مشر جیمز کومي له دندې ليرې کول، د فدرال محکمې په هغه څېړنو کې خلل رامنځته کړ، چې د امريکا د جمهوري ریاست لپاره په ټاکنو کې يې د ټرمپ په ګټه د روسيې مداخله اصلي موضوع وه.
 

 
د شرمن په طرح کې کښل شوي، چې ډونالډ ټرمپ د جمهور رييس په توګه متناقضه چلند کړی، چې او په دې توګه د قانون ناقض دی، چې د امریکا خلکو ته يې زیان رسولی دی.
سپينې ماڼې دغه طرح یوه سیاسي لوبه بللې.