
نن سهار هغه د څلورنیم زرو څخه زیات کډوال د مدیترانې په سمندرګي کې له ډوبیدو ژغورل شوي دي چې قایقونه یې په اوبو کې د ډوبیدو په حال کې وو.
یاد کسان د ایټالیا او لیبیا سمندري ځواکونو ژغورلي دي او له ژغورلو وروسته د ایټالیا سیسیل ټاپو ته لیږدول شوي دي چې ځینې یې هم روغتون ته انتقال شوي دي.
د یادو کډوالو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د دریمې نړۍ په هیوادونو کې د بېلابېلو کړکیچونو له امله ملیونونه کسان کډوال کیږي.