د ارواښاد پوهاند استاد محمد شاه احمدزی د فاتحې خبرتیا:

د افغانستان د ریاضی پلار او ستر افتخار د تل لپاره له د نړی سترګی پټې کړي. پوهاند استاد محمد شاه احمدزی چې د کابل پوهنتون، اسلامی پوهنتون، هرات پوهنتون، دعوت او جهاد پوهنتون پخوانی استاد تیرشوی له نوم سره یی ډیر لوستی افغانان اشنا دی. استاد چې ډیر زیات کتابونه یی په ریاضی او فزیک برخه کی لیکلی وه دلیاقت، صداقت، پښتونولۍ ، وطن پرستی او مینې یو نمونه وه.
استاد احمدزی تېره دوشنبې په پیښور کی د ورپیښې ناروغی له امله ومړ چی ځای یی زمونږ او ستاسو منځ کی د تل لپاره خالې او نه جبران کیدونکی ضایعه دی. د استاد جنازه چی پخوا په خپله پلرنۍ هدیره کې(پکتیا) خاورو ته سپارل شوې د نارینه وو فاتحه یی د پنجشنبې په ورځ د سرطان په ۲۲ نېټه درېیمو مکروریانو د نعمان بن ثابت جومات کې او د ښځو فاتحه د خدای بښلۍ کور کې( درېیمو مکروریانو۱۶۱ بلاک ۱ اپارتمان) د ماسپښین د ۱:۳۰ نه تر ۳:۳۰ پورې د هغه د اولادونو، خپلوانو، او دوستانو له خوا اخستل کیږي. دوستان دې خبر وي.
انا الله وانا الیه راجعون