مــــــــل يې شه مــــولا چــــــــې بريمنــــــــــــه لاره ووهي
(( دا ماشوم د يـــــوې شپــــــې ، سل کلنــــه لاره ووهي))
ځوان دې شي ، جانان دې شي ، د ټولو قهرمان دې شي
مشک يې شـــه خولـــــې چـــــــې تر ختنـــــــه لاره ووهي
هر څو که پښې يبلې دی پڼې يې د دعــــــا په پښــــــو
باغ ته د ګلــــونـــــو بــــــه اغـــــــــــــزنــــــــه لاره ووهي
ګل به د بــري د خــــــــپل وطن پر جـــــــــنډه وګنډي
تار د ارادې ســــــــره چـــــــې ستنـــــــــــه لاره ووهي
بار د پردي جنګ يې کــــه له خـــــــپلو اوږو لرې کړ
جـــــــوړ به شي وطن ژر به تبجنـــــــــه لاره ووهـــــي
پيرمحمدکاروان
وروستي