زامن د خپل پلار خبرو او چلند ته ګوري او له هغه څخه تقلید کوي . هغوی خپل پلار ته د درنښت په سترګه ګوري، کړنې او چلند یې ښه او بد معیار ګرځوي او له هغو څخه بېلګه اخلي .
ځوان زامن د خپل پلار او مور ترمنځ اړیکې ته پام کوي، له خپل پلار څخه یې زده کوي، چې څنګه خپلې مور او په راتلونکې کې خپلې مېرمنې درنښت وکړي، له هغې سره مینه وکړي او د خپلې کورنۍ په غړو باندې مهربان واوسي، له نورو سره څنګه سمې اړیکې ټینګې کړي، له کومو کسانو سره خبرې وکړي او کومو وړاندیزونو ته په پرېکنده ډول نه ووایي او د خپل نه ویلو په خاطر خجالت نه شي .
۱ ـــ ډېر ټکي شته، چې نه شئ کولای، هغه ته یې ورزده کړئ .
۲ ـــ اجازه ورکړئ، کله چې خپل مخ او سره اصلاح کوئ، تاسو وویني، په دې ترتیب دا زده کوي، چې پاک او سوتره وي .
۳ ـــ کله چې ډېر کوچنی دی، نو له ده او دوستانو سره یې وخت تېر کړئ، کله چې ستر شو، فکر نه کوي، چې له بریده زیات یې څارئ .
۴ ـــ دا ور زده کړئ، چې خپل شخصي کارونه په خپله ترسره کړي .
۵ ـــ له همدې نن څخه د خپل چلند پرمټ ارزښتونه ور زده کړئ .
۶ ـــ کله چې ور باندې غوسه کېږئ او ورسره بد چلند کوئ، نو له هغه څخه یو بد چلندی او غوسه ناک شخص جوړوئ .
۷ ـــ په تېروتنو باندې یې نیوکه مه کوئ او د هغه په نه هڅې او کوښښ باندې نیوکه مه کوئ .
۸ ـــ هېڅکله، هېڅکله، هېڅکله د هغه په وړاندې په مور باندې یې نیوکه مه کوئ .
۹ ـــ خپل کارونه کم کړئ، که وخت هر څومره کم هم وي، خو ورته ځانګړی یې کړئ؛ کله وخت له خپل ماشوم سره غره ته لاړ شئ، له یو بل سره کښتۍ ونیسئ، د فوټبال لوبه وکړئ.
۱۰ ـــ په مسابقو کې یې ګډون وکړئ او وې هڅوئ . که چېرې کومه رتبه او درجه یې ترلاسه کړه، نو جشن ونیسئ .
۱۱ ـــ غوره ده، چې له یو بل سره ګډ کار ترسره کړئ، یوه وسیله جوړه کړئ، غر ختنه وکړئ او یا قدم ووهئ .
۱۲ ـــ د خپل زوی خبرو ته په ځیرکتیا سره غوږ نیونه، هغه ته دا ښکاره کوئ، چې دومره ارزښت ورکوئ او درنښت ورته لرئ، چې چمتو یاستئ ټولې خبرې یې واورئ .
۱۳ ـــ په حقیقي توګه ورسره مرسته وکړئ، چې د ژوند په رښتینې مانا پوه شي، خپل عمر او ځواني بېځایه تېره نه کړي . لومړی د خپل زوی پلار واوسئ، وروسته یې ملګری .
۱۴ ـــ هغه ته دا ورزده کړئ، چې هر څه سطحي او بابېزه ونه ګڼي، بلکې فکر وکړي او مسایلو ته په ژوره توګه وګوري . له هغه سره په دې اړه، چې څوک یې د خپل ژوند بېلګه ګرځولی، خبرې وکړئ، له هغه څخه یو نارینه جوړی کړی . هغه زوی چې په راتلونکې کې به دی هم پلار شي .
وروستي