معمولاً ماشومان له دوو تګلارو څخه یې زده کوي، چې نورو ته باید څنګه درنښت وکړي . هغوی یا د خپلو والدینو له لارې او د هغوی د خبرو له اورېدو څخه یې زده کوي، چې نورو ته درنښت وکړي او یا له خپلو والدینو څخه بېلګه اخلي او د هغوی له چلندونو څخه تقلید کوي .
خو په ټولیزه توګه د هلکانو بېلګه اخیستنه ډېره ده . که چېرې غواړئ، خپلو اولادونو ته کوم څه ور وښایئ، نو د هغوی له پاره ښه بېلګه واوسئ .
که چېرې له خپل اولاد سره تل بدې خبرې کوئ، که چېرې هغه نه شي کولای، خپل احساسات او اړتیاوې له تاسو سره شریکې کړي، نو تمه مه لرئ، چې وکولای شي، له تاسو او نورو سره مؤدبانه چلند وکړي، تاسو او هغوی ته درنښت وکړي .
حتا که چېرې تاسو په خپله هم هغه ته د دې مسئلې یادونه وکړئ، هغه ستاسو له چلندونو څخه بېلګه اخلي او خبرو ته مو ډېر زیات پام نه کوي .
د ښوونځیو ښوونکي او د وړکتونونو روزونکي وایي : د ماشومانو د چلندونو په لیدو سره کولای شي ووایي، چې والدین یې څه ډول چلند لري، کله چې دوه ماشومان له یو بل سره لوبې کوي او ناوکۍ یې ژاړي، نو له نجونو څخه یوه یې وایي : لاړه شه، ماشوم را پورته کړه، چې ژاړي، په داسې حال کې چې دویمه نجلۍ وایي : ځه لاړه شه هغه ماشوم بهر بوځه او خپکۍ یې کړه .
ماشومان خپله نه پوهېږي، چې باید څنګه خبرې وکړي او له نورو سره څه ډول چلند وکړي . ماشومان خپل محوره دي او د لویانو خبرې ډېر ژر هېروي، که چېرې غواړئ، چې ماشوم مو ښه چلند وکړي، باید تاسو د هغه له پاره ښه بېلګه واوسئ .
کله چې مور او پلار په پرله پسې توګه هڅه کوي، چې ماشوم له نورو سره ښه چلند وکړي، خو کومه ګټه نه کوي، د ناهیلۍ احساس کوي، ځکه ویني، چې ماشوم یې له نورو سره په ځان غوښتونکي ډول چلند کوي .
تاسو د خپلو اولادونو د والدینو په توګه باید پوه شئ، چې ماشومان په ځانګړو عمرونو کې یوازې د ځان په اړه فکر کوي او که چېرې غواړئ، هغوی ته یې ور زده کړئ، چې نورو ته درنښت وکړي، نو باید زغم ولرئ، ځکه دا کار ډېر وخت ته اړتیا لري .
که چېرې تل د خپلو اولادونو له چلندونو څخه خپه او خوا شیني یاستئ، باید په خپلو چلندونو باندې له سره کتنه وکړئ او له هغوی څخه سمې تمې ولرئ .
ښایي له خپل ماشوم څخه له بریده زیاتې هیلې ولرئ، هر څومره چې ماشوم کوچنی وي، د هغه له پاره ستونزمنه ده، چې خپل ځان د نورو پر ځای وګني او خپل احساسات کنټرول کړي، په دې اساس تاسو باید خپله د هغه پولې او بریدونه مشخص کړئ او د بېلګې په توګه خپل ماشوم ته ووایئ : نباید خپلې خور ته بدې خبرې وکړې .
وګورئ، څنګه کولای شئ د خپلو ماشومانو له پاره ښه بېلګه واوسئ، د مثال په توګه کله چې کوم څوک ستاسو له پاره کوم کار ترسره کوي، نو له خپل ماشوم سره لاړ شئ او له هغه څخه مننه وکړئ .
خپل ماشوم ته درنښت وکړئ، ترڅو هغه داسې احساس وکړي، چې یو ارزښتمن موجود دی او پوه شي، چې غوښتنې، اړتیاوې او باور یې ستاسو له پاره مهم دی . کله چې خپل ماشوم ته درنښت کوئ، هغه دا کار له تاسو څخه زده کوي او د وخت په تېرېدو تاسو او نورو ته درنښت کوي او ستاسو او د هغوی احساسات درک کوي .
وروستي