امریکا او قطر د ترهګرۍ مالي سرچینو سره د مبارزې په اړه هوکړه کړې

د امریکا بهرنیو چارو وزارت لوی سلاکار آر سي هامون ویلي دي چې یاد هیواد له قطر سره د ترهګرۍ د مالي سرچینو سره د مبارزې په اړه یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
یاد هوکړه لیک دوحې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
ټیلرسن پرون په دوحه کې د خبرو پر مهال وویل چې امریکا یوه موخه لري او هغه دا چې غواړي ترهګري د نړۍ له مخه ورکه کړي.
امریکا هڅه کوي چې د قطر او څلورو مخالفو هیوادونو تر مینځ راپورته شوی کړکیچ هوار کړي.