مدني فعالان او سیاسي ګوندونه له نواز شریف غواړي چې استعفا ورکړي

په پاکستان کې مدني فعالانو او سیاسي ګوندونو د یاد هیواد له لومړي وزیر نواز شریف څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره استعفا ورکړي.
دا غوښتنه وروسته له هغې کیږي چې د پاکستان سترې محکمې د نواز شریف او دهغې د کورنۍ پر وړاندې د فساد څیړنې راپور خپور کړ، په راپور کې راغلي چې د یادو کسانو شتمنې او عوایدو ترمینځ په لویه کچه توپیر موجود دی.
د پاکستان دولت د اپوزیسیون مخکښ او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي دي چې نواز شریف خپل اخلاقي اعتبار له لاسه ورکړی دی او باید ژر تر ژره مستعفي شي.
همدارنګه د تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي ویلي دي چې دوی د سیاسي ګوندونو یوه ګډه غونډه راغوښتې ده چې په یاده موضوع به پکې بحث او پرېکړه وشي.
د نواز شریف ملاتړو او متحدانو یاد راپور او څېړنې رد کړي دي.