
د سوريې د بشر د حقوقو د څار اداره وايي، چې دوی سره دقيق اطلاعات شته، چې د داعش ډلې مشر ابو بکر البغدادي وژل شوی دی.
د العربيه تلويزیون د رېپوټ پر بنسټ، رامي عبدالرحمن د سوريې د بشر حقوقو د څار ادارې مشر ويلي، چې د داعش هغه قوماندانان چې د سوريې د «ديرالزور» په سیمه کې دي، د البغدادي د وژل کیدو خبر پخلی کړی خو کره نېټه او ځای يې ندی په ګوته کړی.
مخکې له دې، روسيې ادعا کړې وه، چې په ډير احتمال سره د دوی په بمباريو کې د داعش مشر وژل شوی خو امریکا په کې شک ښودلو.
روسیې لا یوه میاشتې مخکې اعلان کړی و، چې په هغه بمباریو کې چې د سوريې د الرقه ښار سره څېرمه يې کړي وې، په ډير احتمال سره ابو بکر البغدادي وژل شوی دی.