
د عراق لومړي وزیر په موصل ښار کې د داعش ډلې ماته رسما اعلان کړه، نوموړي وویل چې دا د داعش ډلې لپاره تر ټولو سخت ګوزار و او د نړیوال ایتلاف له مرستو یې هم مننه وکړه.
نوموړي په داسې حال کې خبرې کولې چې پوځي تورې جامې یې پرتن وې او ویې ویل چې لا هم ځینې مشکلات شته.
د امریکا په مشرۍ ایتلاف ویلي دي چې په موصل کې د داعش ماته ډېره لویه وه خو لا هم د نوموړې ډلې پر وړاندې جګړه پای ته نه ده رسیدلې.