غوڅ ملاتړ ماموریت د خپلو دوو سرتېرو وژلو ادعا رد کړې

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت تر نامه لاندې میشتو بهرنیو ځواکونو د داعش ډلې هغه ادعا رد کړه چې ګواکې په ننګرهار کې یې د جګړې پر مهال دوه امریکایي سرتېري وژلي دي.
داعش ترهګرې ډلې د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې په ننګرهار کې یې د بهرنیو ځواکونو سره د جګړې پر مهال دوه امریکایي سرتېري وژلي دي.
د غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي دي چې د جمعې په ورځ د دوی دوه تنه سرتېري په ننګرهار کې د داعش سره په جګړه کې ټپیان شول چې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.