
د ناټو سرمنشي ینس سولټنبرګ د اوکراین له ځمکنۍ بشپړتیا څخه ننګه وکړه.
نوموړي چې په کیف کې یې د اوکراین له ولسمشر پترو پروشینکو سره لیدنه کوله ویلي دي چې اوکراین د ملي حاکمیت لرونکی هیواد لرونکی هیواد دی او دا حق لري چې د خپلو امنیتي ترتیباتو په اړه په خپله خوښه پرېکړه وکړي.
سولټنبرګ پر روسیه غږ وکړ چې له اوکراین څخه خپل په زرګونو پوځیان وباسي او د بیلتون غوښتونکو له ملاتړ څخه لاس واخلي.