
د سرک غاړې ته د یوه اېښودل شوي ماین په چاودنه کې، تیره ورځ د پاکستاني پولیسو يو قوماندان په شمول ۳ تنه وژل شوي او ۱۹ تنه هم ټپیان دي، چې ملکي خلک هم په کې شامل دي.
د خبري رسنيو د رېپوټونو له مخې، دغه چاودنه د چمن په ښار کې هغه مهال رامنځته شوې، چې قوماندان ساجد خان محمد په موټر کې له خپلو نورو کارکوونکو سره سپور په لاره وو، چې د ريموټ کنټرول پر مټ د بم چاودنه تر سره شوه.
د دې پېښې مسؤليت د پاکستاني طالبانو تحريک پر غاړه اخیستی دی.