
د عراق په موصل ښار کې يوې ميرمنې، په داسې مهال چې يو ماشوم يې هم په غيږ کې و، د هغه خلکو په منځ کې چاودنه تر سره کړه چې له داعش نه په تېښته کې وو او د عراق امنيتي ځواکونو ته يې پناه وړله.
هغه انځورونه چې د عراق الموصلیه تلويزیوني شبکې په تصادفي ډول سره ثبت کړي ښيي، چې د جمعې په مازدیګر د داعش ډلې یوه غړې ميرمن، چې يو ماشوم يې د پوښښ په توګه په غيږه کې نیولی له موانع تيريږي او بیا چاودنه رامنځته کوي.
دغه ميرمن د ماشوم په مرسته په دې وتوانیدله، چې د امنيتي ځواکونو باور جلب کړي او خپلې موخې ته ورسيږي.
که څه هم عربي رسنيو دغه ماشوم د دې ميرمن ماشوم بولي، خو دا هم ممکنه ده، چې ماشوم يې خپل نه وي.