
ټولنيزې رسنۍ نن سبا ډير کتونکي لري او ډير پټ رازونه هم دلته افشا کيږي، خو يوه لويه ستونزه دا ده چې په ټولنیزو رسنيو کې د حقيقت او دروغو تر منځ توپير آسانه نه وي.
په دې وروستيو کې په ټولنیزو رسنيو کې داسې يو انځور خپور شو، چې د روسيې جمهور رييس پوتين لپاره يې پراخ تبلیغات درلودل، خو فوټو شاپ شوی وی.
اصلي انځور د «جي ۲۰» هېوادونو په سرمشريزه کې د جرمني په هامبورګ ښار کې اخیستل شوی و، چې په هغه کې د ترکيې د بهرنيو چارو وزیر له ډونالډ ټرمپ سره خبرې کوي او اردوګان ورته غوږ نيولی.
په فوټو شاپ شوي انځور کې بیا ولاديمير پوتين کینول شوی، چې نور تر راچاپيره ښکاري او داسې انګيرل کيږي، چې دی تر ټول ځواکمن او مهم کس دی او دا خبره له دې سره هم تړاو لري، چې ویل کيږي له پوتین سره د ټرمپ ځينې پټې ویډيوګانې او لاسوندونه دي، چې ټرمپ يې دې ته اړ کړی چې له روسيې سره ښې اړيکې ولري او په عوض کې روسيې د امريکا په ټاکنو کې بیا له ټرمپ سره مرسته وکړه، چې جمهور رييس شي.