مغولستان کې د جودو قهرمان جمهور رييس شو

په منګولیا یا مغولستان کې د جودو سپورت پخوانی اتل «خالتما باتولګا»، په ټاکنو کې بریالی شوی او د جمهور رييس په توګه اعلان شوی دی.
باتولګا چې لوی پانګوال هم دی، د رسمي پايلو د ټاکنو په دوهمه دوره کې ګټونکی بلل شوی.
په لومړۍ دوره کې درې تنه کاندیدان وو، چې یو يې هم ګټونکی نشو. په دوهمه دوره کې د ده په بریالیتوب کې د «مغولستان به بریالی شي» شعار، ځوانان ډير ورته لېواله کړل او د دوی رايې يې جلب کړې.
د یادونې ده، چې مغولستان همدا اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، ځکه د طبیعي سرچینو بيې راټيټې شوي دي او دوی په کې زیانمن دي. په ټولیزه توګه په وروستيو کلونو کې يې اقتصادي وده ښه وه.
په مغولستان کې د سړي پر سر باندې ډير څاروي شته او مالداري په دې هېواد کې ډیره عامه ده، خو په تیر کال کې يې شا و خوا يو میلیون څاروي تلف شول، چې دا هم د دوی لپاره يوه لویه اقتصادي ضربه وه.