
د امریکا بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن چې اوکراین ته په سفر تللی دی روسیې ته ګواښ کړی دی چې که د اوکراین جګړه پای ته ونه رسوي پر مسکو به لګول شوي بندیزونه لېرې نه شي.
نوموړي ویلي دي چې په اوکراین کې ملي حاکمیت او عرضي تمامیت د امریکا اصلي مقصد دی.
له بلې خوا د اوکراین ولسمشر پیترو پروشینکو ویلي دي چې د جي شل هیوادونو غونډې په ترڅ کې یاد هیواد ته د ټیلرسن سفر د امریکا د قوي ملاتړ ښکارندوی دی.
نوموړي روسیه پر اوکراین د جګړې پر پیلولو پړه وبلله او غوښتنه یې وکړه چې روسیه یې د اوکراین جګړې سوله ییز هواری ولټوي.