د عراق لومړی وزیر له داعش څخه د موصل تر نیول کیدو وروسته عراق ته تللی

د عراق لومړی وزیر حیدر العبادي وروسته له هغې چې پرون د عراق په دوهم لوی ښار موصل کې چې د داعش ډلې له سترو مرکزونو څخه و عملیات پای ته ورسیدل او موصل له داعش څخه ونیول شو یاد ښار ته تللی دی.
نوموړي عراقي ځواکونو ته مباري ورکړې ده چې داعش یې له موصل څخه شړلی دی.
په موصل کې داعش ډلې عملیات په تېر اکتوبر کې پیل شول چې پرون پای ته ورسیدل.
په یادو عملیاتو کې دواړو خواوو زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده او د موصل ښار زیاته برخه ورانه شوې ده.
په نوموړې جګړه کې په موصل کې د اسلامي تمدن د دورې تاریخي جومات النوري هم ونړیده چې نهه سوه کاله قدامت یې درلود.