د ځینو نارینوو نومونه دې هم د ښځو په شان پټ وساتل شي

د اکثرو پيغمبرانو او اصحابو د میندو، مېرمنو او لوڼو نومونه مونږ زده دي او دوی یې هم په ویاړ سره په کتابونو کې نومونه اخیستي دي او دلته یې واعظان په بیانونو کې په افتخار سره نومونه اخلي، البته د خپلو پښتنو مېرمنو، لوڼو او میندو پر نومونو شرمېږو او په ځينو وختونو کې مو جنجال او بدۍ هم پرې کړې دي.
خو زما په نظر د هرې بېسوادې مېرمنې او جینۍ نامې مشهورول هم ضروري نه دي او هسې پر حافظه بوج زیاتوو.
مثلاً: زما مور کوم کمال لري چې هسې یې نامه مشهوره کړم؟
دغه راز مې مېرمن دومره تعلیم لري، چې د خپلې کورنۍ په کچه ماشومانو ته قرآن ورزده کړي، د یو چا بلنلیک ولولي او په ټلیفوني نمبر او مسېج پوهه شي، البته که له خپلې کورنۍ یې بهر هم چاته شرعي او انساني ګټه رسیدلی نو په جګو سترګو به مې نامه اخیستله.
د لوڼو نومونه به ځکه واخلم چې روښانه راتلونکي ته یې هیله مند یم ( مشره مېوه او کشره رڼا نومیږي).
هغه مېرمنې او خویندې چې یو څه استعداد او دنده ولري، لکه: قارۍ، معلمه، ډاکټره، ژورنالېسته، د لاسي صنایعو او د نورو مسلکونو څښتنو نومونه دې په ویاړ سره واخیستل شي او مشهور دې شي.
البته د اکثرو بې سواده نارینوو نومونه دې هم د بېسواده ښځینوو په شان همداسې پټ پاتې شي، بې ګټې مو مشهور کړي دي او باید پرې وشرمېږو، ځکه هسې یې زمونږ د حافظې د نومونو په لېست کې د یوې بااستعداده مېرمنې د نوم ځای نیولی.
ضرور نه دي چې د بې سواده مېرمنو نومونه پښتنو ته د ښکنځلو لپاره مشهور کړو، په پښتنو کې د نیا/ انۍ نوم زیات مشهور وي او متاسفانه په مونږ کې نیا یوازې دا رول لري چې ملګری یې په ښکنځلو درته ولمانځي او یا د نیا د مرګ په پلمه له ښوونځي رخصت واخلي.
مونږ زیاتې سواد لرونکې نجونې لرو، خو د پیسو، مرستو او د پښتني شرم په خاطر بېسواده مېرمنې غوڼدو او کنفرانسونو ته راولو، له نادیدې ورځې داسې حرکتونه کوي چې له شرمه به دې له غونډې د وتلو زړه وشي، بس دوی ته به څوکیداري کوې او له پرګرامه به خوند نه شې اخیستلی.
د داسې مخلوق نومونه مشهورول او بهر ته راباسل، یعنې چه؟