اساسي قانون که تشناب کاغذ!؟

د ولسمشر پرلپسې قانون ته سپکاوی هر افغان ته دا جرات ورکوي چې اساسي قانون لکه تشناب کاغذ وکاروي.

اوس به هر څوک د پولیسو درشۍ تر پوندو ورته څیري، ترافیکي قوانین به نه مراعتېږي، په ټاکنو کې به په ښکاره درغلۍ کېږي، لکه د عطا محمد نور په څېر به هر کوچنۍ زورواکی خپل ولایت لپاره قوماندان پخپله خوښه ټاکي. عادي مامور به هم په سپین سترګۍ رشوت اخلي، طب عدلې ته به اړتیا نه وي او هر څوک به لکه دوستم په سپین‌ږیرو سپرېږي، نشه‌يي توکي لکه زیات چې شول په چوک کې به د لوډسپیکر په اواز پلورل کېږي، محاکمو کې به په ښکاره غلطې پرېکړې کېږي، د وسلو پټ کاروبار به په ښکاره کېږي او ناامنۍ به زیاتې شي او ترورونه به د حیواناتو ښکار په څېر عام شي... بس که څوک چاته وايي چې دا غیر قانوني کار دی، نو ځواب به ورکوي چې زمونږ سر اعلی قوماندان، محبوب ولسمشر او زرکلن یې هم کوي.

د ولسمشر لومړی ځل قانون ته سپکاوی چې د ولسمشرۍ د سوګند یې ۱۵ دقیقې لا نه وې پوره د اساسي قانون یو کونج یې ډاکټر عبدالله ته په لاس ورکړ او بل کونج یې خپله ونېوو او سره دوه پړاکه یې کړ، امنیت تړون ته یې وربیړه وه، جرم نه وي ثابت او بې ګناه ولس بمباروي او له امنیتي تړون یې دا ګټه واخیسته چې پاکستان سره د پښتنو تر منځ اغزن تار قرارداد بریالی مخکې یوسي، سناتوران یې له خپلې کاري مودې وړاندې له مشرانو جرګې وشړل، امرالله صالح په رسمي غونډو کې ښکته پورته کوي، د غریب ولس د ټلیفون لس سلنه مالیه یې بي بي ګل ته په تخرګ ورومنډله او هغې باانصافې کلیساوو ته وروغرولې. پرون یې د سترې محکمې قاضي القضات ته له بیت الماله میلیاردونه افغانۍ رشوت ورکړې او د ولسمشرۍ موده یې شپږ میاشتې پې وغځوله، اوس د ټولو ولایتونو نهايي پایلې لا نه دي اعلان شوې او غني نوی پارلمان پرانیزي، د ډاکټر عبد الله په خبره چې د قطر/ دوحې ناسته د دوی د کمزوري مدیریت له امله لغوه شوه، ورک یې که سړی به یې کوم ګلان کرل یاد کړي.

د موزیګي شلېدلی کټه
چې زه دې لنګه سموم بازو دې ځینه
اووو رښتیا د بیت المال په پیسو یې ښکنځلماران نېولي او خلکو ته د مور او خور ښکنځلې پې کوي، چې دا پخپله اساسي قانون غبرګ په ملا ماتول دي.

ترهګر هم اساسي قانون ته احترام نه لري او زرکلن ولسمشر هم، نور یې توپیروئ.
دا پخپل ځای چې دا سپک حالت ټول عمر همداسې نه شي پاتې کېدلی او ضرور به تاریخي څېړې کش کړل شي. خو خبره دا ده چې په داسې شرمینده حالت کې اساسي قانون ته له تشناب کاغذ بل مناسب نوم لرئ؟