تپلې وینا

کله چې مونږ یعنې هغه مهال چې مونږ له خپل کلتور، کلچر، دود، عنعناتو، دستور، فرهنګ، رواج سره بلد یعنې رودږي او موخته شو، بیا کولی شو چې په خپله ټولنه او اجتماع کې ښه وقت/وخت تېر کړو.

اکثره، یعنې ډېری یا زیاتره خلک او انسانان او مخلوق چې کله په خارجي او بهرنیو ممالکو یا هیوادونو او وطنونو کې یرغل، تجاوز او تېری کوي او مستعمره کوي یې، نو هغوی د هغه وطن، هیواد او ملک له دین، مذهب او آیین نه وي پېژندلی او ورسره بلد نه وي او خلک یې درک کړي او پېژندلي نه وي، نو ځکه، په همدې وجه او له همدې امله یا لۀ همدې کبله په خپل پلان، طرحه، موخه او ستراتیژي کې ناکام او پاتې راشي او وشرمیږي، یعنې هلاک، تبا، برباد، نیست ونبود شي.

مثلا، د مثال په ډول، بطور مثال او یا د بېلګې په توګه او یا د نمونې په ډول په ځینو، خاصو، اکثرو او زیاترو ممالکو یعنې ملکونو او هیوادونو کې ځوان کادرونه یعنې زلمي، ژڼکي، یعنې هغه زلموټي چې فامیده او پوهیږي او پوه ولري او سترګې یې غړېدلې وي او تعلیم یافته وي، نو دوی مخکې یعنې له پخوانه او هغه وخت چې دوی ماشومان وو، یعنې کوچنیان او واړه او معصوم وو، مقصد بالغ نه ول، نو خپلو مشرانو، مخورو سپین ږیرو، یعنې د کور مالک، خاوند او څښتن او یا سرپرست په کوتک، دبي، لښته، یعنې لکړه او لرګي سره چې ډب یې ورکړی او وهلي یې دي، نو ادب یې پیدا کړی، روزل شوي دي او ښه شوي دي، سړي شوي دي ( ځکه چې ډب نه وي، ادب نه وي).

نو ددې لپاره یا په دې خاطر او یا ددې له خاطره او یا په دې پار یا په دې حساب ضروري ده، حتمي ده، اړینه ده ، یعنې مونږ مجبور او مکلف یو چې خپل بچیان، زامن، اولادونه او کمکیان او کوچنیان ووهو، ویې ډار کړو، ویې ښکنو او ویې ښکنځو، چې کله لوی شي، ستر شي، یعنې بالغ او پنځلس کلنۍ ته ورسیږي، نو په ښه او بد، په ګټه او تاوان به پوه شي، ګټه وټه به کولی شي، یعنې بیا به چا ته په سپکه سترګه، په بده سترګه، په کم او مردار نظر نه ګوري.

دا ځینې مهمې، اړینې، ضروري او د توجه او پاملرنې وړ وینا او خبرې وې چې په یاد ،حافظه، دماغ ، ککرۍ او ممري کارډ کې یې باید وساتو او ځینې وییکي، لغتونه او اصطلاحات مې ځکه دوباره او تکراري او بیا ځلې وویل چې تاسې بیا قاموس، ویي پوهنې، پښتو سیند او ډیکشنري ته مجبور، محتاج، اړ او ایسار نه شي.

بای بای، وسلام، تر بیا د خدای په امان، ښه وخت، په مخه مو ښه، په همدې هیله، مننه او کور ودان او د بیا لېدو په هیله.که څه خدمت، امر، کار او یا اړتیا مو ماته وي، نو زه مو په واک، اختیار او په چارج کې یم، یعنې تړلی چرګ یم.