کشمیر کې هندي ځواکونو ۱۵ لاریون کوونکي ټپیان کړي

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې هغه وخت د لاریون کوونکو او هندي پوځ تر مینځ نښته رامینځ ته شوه چې یادو لاریون کوونکو د هندي پوځ پر وړاندې د پاڅون کوونکي برهان مظفر لومړنی تلین لمانځلو.
یادو لاریون کوونکو د هند دولت پر وړاندې شعارونه ورکول او پر پولیسو یې تېږې وورولې.
هندي پوځ هم پر لاریون کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دی.
په یاد اخ و ډب کې ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.
برهان مظفر ۲۲ کلن و او خلک یې د هندي پوځ پر وړاندې په کشمیر کې پاڅون ته هڅول چې تېر کال یې د هندي پوځیانو په عملیاتو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.