د هامبورګ جي۲۰ هیوادونو غونډه پای ته رسیدلې ده

د نړې شلو سترو اقتصادي هیوادونو غونډه چې په هامبورګ کې د نړۍ اقلیم د تغیر په اړه جوړه شوې وه شنبه پای ته ورسیده.
په یاده غونډه کې ګډونوال په دې ونه توانیدل چې د نړۍ د اقلیم په اړه د پاریس د موافقې منلو ته د ټرمپ دولت تیار کړي.
د جرمني لومړۍ وزیرې انګلامرکل چې غونډې ته یې د پای وینا کوله وویل چې خوښه ده د پاریس موفقه ۱۹ سترو اقتصادونو تاييد کړې ده او نه بدلیدونکې ده.