دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشينۍ پيغام

نيټه: ١٠/١٢/١٣٨٨ - ٢/٣/٢٠١٠
په ډېري خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي پرون د حوت د مياشتي پر١٠ نيټه د هغه ځانمرګي تروريستي بريد له امله چي د کندهار ولايت د ترنک د پله په غاړه ترسره سو د ځوان تکړه شاعر، هڅاند ليکوال او ژورناليست هارون حکيمي اکا شهادت ته رسيدلي دي.
انا لله و انا اليه راجعون
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي ښاغلي حکيمي او د دوي د درني کورنۍ سره په دغه غم کې ځان شريک بولي، د خداي (ج) د دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او کورنۍ ته ئي جميل صبر غوښتونکي دي.

په درنښت،
الحاج غرزي خواخوږی
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر