
وروسته له هغې چې د روسیې او امریکا ولسمشرانو د جرمني هامبورګ جي شل غونډې په څنډه کې لیدنه وکړه په دې هوکړه وکړه چې د سوریې په جنوب لویدیځ کې اوربند وکړي.
یاده هوکړه به سر له سبا پلي شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن ویلي دي چې د سوریې په نورو سیمو کې به هم د اوربند هڅې وشي او د سوریې د کړکیچ په سیاسي حل لارې موندلو یې ټینګار وکړ او ویې ویل په دې اړه باید ګډې هڅې وشي.