دنشراتي انحصارپه اړه داسلامي امارت اعلاميه

په خبري رسنیوباندې دګوډاګۍ ادارې دنشراتي انحصارپه اړه داسلامي امارت اعلاميه
دنړیوالوخبري رسنیودخبرله مخې د کابل ګوډاګۍ ادارې رسنيو ته اخطار ورکړی چي له دوﺉ سره ترقبلي تفاهم مخکې دې دپیښو ژوندي رپوټونه نه خپروي؛کنه له دغه اخطارنه دسرغړاوي په صورت کې به داړوندې رسنۍ کارکونکي ګرفتار ،نشراتي وسایل به یې ضبط اوددوﺉ ترکنټرول لاندې ساحه کې به یې په نشراتي فعالیت بندیزولګول شي.
په داسې حال کې چې دکابل مزدورې ادارې دغه نامعقول اقدام دنړیوالوخبري رسنیو ،مدني ټولنو اوبشري حقوقو دسازمانونوله لوري غندل شوی اسلامی امارت هم هغه د بيان د ازادۍ د پيژندل شويو سالمو اصولو خلاف عمل بولي اوپه وړاندې یې لاندې ټکې اعلاموي :
۱ ـ دخپلواکوخبري رسنیوپه خپرونودمزدورې اداري دغه نشراتي بندیز په حقیقت کې دهغوﺉ له لوري په هغوناکامیواوفضیحتونوپرده اچول دي چې دهیوادپه ګوټ ګوټ کې له مجاهدینوسره دمقابلې په ډګرکې دوﺉ ورسره مخامخ دي.
۲ ـ په خپلواکورسنیوباندې دغه نشراتې انحصار په خپل ذات کې دکابل دمزدورې ادارې له لوري دخودارادیت ،استقلال اودبیان دآزادي دمعقولومعیارنواومقرراتوپه ضد داسې اقدام دی چې د هیڅ ملي اوبین المللي قوانینیوله مخې دتوجیه وړنه دی.
۳ ـ دکابل دمزدورې اداري دغه ناموجه اقدام په حقیقت کې دهغې دبادارانوامریکایانوله هغوبشري ضدکړنوڅخه سرچینه اخلي کوم چې دوﺉ یې دنړۍ په هرکونج کې دخپل دیکتاتوریت اوپه خپلواکوولسونوباندې دخپلې منفورې ارادې دتحمیلولوپه غرض ترسره کوي.
۴ ـ اسلامي امارت په داسې حال کې چې دخبري رسنیوټول فعالان اوژورنالستان په افغانستان کې دځمکنیو واقعیتونوسالم خپراوي ته رابولي دهغه ترڅنګ دټولوحقیقت پالوژورنالستانو،راپورټرانواو پوټو ګرافرانو دهغوشجاعانه هلوځلوسخت درناوی اوتقدیرکوي کوم چې دافغاني قضیې دځمکنیوواقعیتونودواقعي انعکاس په لاره کې یې له داشانې ګواښونواوکړاوونوسره سره ترسره کوي .
۵ ـ اسلامي امارت دخپلې مخکنۍ غوښتنې په تعقیب دټولوخپلواکوخبري رسنیو کارکوونکوته بلنه ورکوي چې دخپل صحافتي رسالت اونړیوالوته دافغانستان دپیښودسالم انعکاس په منظوردې دبهرنیویرغلګروله حمایې پرته دمجاهدینوپه لاس دیرغلګروپوځي خسارات اودیرغلګروله لوري عامه شتمنیوته درسیدلیوتلفاتو جاج واخلي اوبیادي دنړیوال قضاوت لپاره هغه دخپلوخبري شبکوله لارې نشرته وسپاري .
والسلام
دافغانستان اسلامي امارت
 
Dr Tariq Ghazniwal
www.alemarah1.info
www.shahamat1.org
www.alsomod.org
or یا
www.shahamat.org
www.alemarah.info
www.alsomod.info
www.alemara.co.cc