د مصر په سینا کې ۴۹ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د مصر څخه رارسیدلي خبرونه وايي چې د دغه هیواد په سینا ایالت کې د یو برید په پایله کې ۴۹ مصري پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ویل کیږي چې پېښه د یاد ایالت جنوب لویدیځ سرحدي ښار ته نېږدې د البارس په کلي کې رامینځته شوې ده.
په یاد برید کې چې مسوولیت یې د داعش وسله والې ډلې پر غاړ اخیستی دی ۲۳ پوځیان وژل شوي دي او ۲۶ نور ټپیان دي شوي دي.
د مصر چارواکي وايي چې چې یاد برید په تېرو دووکلونو کې تر ټولو خونړی و.