دزړه ساتل !

خپل زړه بل ته ورکول څه اسان نه دي
دپردي زړه خپلــــول څـــه اسان نه دي
هسې هر سړى به لا فې ديارۍ کړي
خو دياردزړه ساتل څه اسان نه دي
خوشالي بل ته دغم په بدل ورکړي
پردى غم په ځان منل څه اسان نه دي
لوى واړه ورپورې خاندي عاشقۍ کې
داپيغور دپردي خپل څه اسان نه دي
چې مجنون غوندې صادق مينه کې نه وي
خپل منزل ته رسيدل څه اسان نه دي
پتنګ ګوره چې په شمع ځان قربان کړي
ځان په اور کې سوځول څه اسان نه دي
يار له پاره يې هرڅه وو قبول کړي
غر په لاس سورى کول څه اسان نه دي
چې يې مينه حقيقت په زړه کې نه وي
سرپه دار باندې خندل څه اسان نه دي
مجبوريت يې کندکچکول کړي ورپه غاړه
پردي وره ته ودريدل څه اسان نه دي
چې دسر په بدله يې قبول نه کړي
مخ دښکلي يار ليدل څه اسان نه دي
چې يې زړه ديار په غم کې غمجن نه وي
جوړول دشعر غزل څه اسان نه دي
چې يې وروځې وي لينده باڼه غشي
داسې جنګ ته ټينګيدل څه اسان نه دي
چې په مړاووسترګو غشي ولي تيز
هغو سترګو ته کتل څه اسان نه دي
چې يې دم دتور ښامار ياد کړى نه وي
تورې زلفې لو بول څه اسان نه دي
دبڼو په تيرو غشو چې زخمي شي
(هاشمي ) بيا رغيدل څه اسان نه دي

سيد بديع الزمان هاشمي