چارچېدونکې ژمنۍ جورابې جوړې شوې!!!


 
 
ليکنه: نوراحمد عايل
که چېرې داسې دنده درپه غاړه وي ،چې بايد په ژمي کې په يخه هوا کې وگرځئ اويا هم په ژمي کې مو کار له گرځېدا راگرځېدا سره وي. نو مخکې له دې چې د پښو گوتې مو په بوټونو کې سړې شي دا جورابې په پښو کړئ چې په اړه به يې معلومات ولولئ.
دا جورابې Heat Sock EXنومېږي. له يوې ليټيمي بېټرۍ چې ( 4.4 امپېره_7 ولټه) ده ؛د دوو سيمونو په وسيله له جورابو سره وصل کېږي . يو ځلې ډکه بېټرۍ کولاى شي تر 10 ساعتونو پورې ستاسې پښې گرمې وسآتي
د جورابو دننه پوښ د کاربني فيبر له اليافو جوړ شوى دى چې د برېښنا په جريان گرمېږي.
په زړه پورې داده چې د جورابو د لږ اوډېروگرمولو لپاره يوه تڼۍ هم لري ، دا تڼۍ 5 درجې لري چې په هره درجه تودوخه کې د زړه وي جورابې لږې يا ډېرې گرمې کړه.
له ښه مرغه دا جورابې د ښځينه يا نارينه لپاره ځانگړې شوې نه دي هر څوک کولاى شي استفاده ترې وکړي.
خوددې گرځنده بخارۍ بيه يو څه لوړه ده ، يو جوړ يې په 263 ډالر په بازار کې پلورل کېږي.