په نړۍ کې ډېر مصرفېدونکي درمل

ليکنه: نوراحمد عايل
د نړۍ له بېلابېلو مرکزونو څخه متخصصين او د روغتيايي چارو کارپوهان راغونډ شوي وو ،تر څو په نړۍ کې د ډېرو مصرفېدونکو درملو ليسټ خپور کړي په دې مرکزونو کې د غذا او درملو سازمان، د گلاسکو پوهنتون، د امريکا د ازمايښتي علومو انجمن ، او نورو سازمانونه گډون کړى وو، دوى د درملو جوړولو له شرکتونو سره په همغږۍ په نړۍ کې د ډېرو کارېدونکو درملو ليست خپور کړ.



د ngpharrma د خبر له مخې د webMD ويب سايټ له متخصصانو څخه غوښتنه کړې وه چې داسې ليسټ جوړ کړي چې په نړۍ کې ډېر مصرفېدونکي درمل کوم دي؟
په دې ليست کې ځينې درمل لکه انسولين، پنسلين،اسپرين، او مورفين د هغو درملو له ډلې څخه دي چې په ډېر مصرف کې يې هېڅ شک نشته. 
ډېر مصرفېدونکي او مشهور درمل:
انسولين: چې د شکرې د ناروغۍ په درملنه کې کارول کېږي په ١٩٢٠ زېږدي کال کې په کاناډا کې جوړ شول ددې ليسټ په سرکې ځاى لري.
پنسلين: چې په نړۍ کې لومړني انټي بيوټيک درمل دي په ١٩٢٨ زېږدي کال په انگلستان کې جوړ شول، چې ددې له جوړېدو مخکې به د نړۍ د ټول نفوس ٧٥ سلنه ، مکروبي ناروغيو له منځه وړل.
د چيچک ناروغۍ واکسين: چې د يوه انگرېز پوه له خوا په ١٨٧٦ زېږدي کال کې جوړ شوي وو، دا درمل په نړۍ کې د چيچک د ناروغۍ د له منځه وړلو په بابېره کې ډېر گټور ثابت شول.
مورفين: چې په ١٨٠٤ زېږدي کال کې په جرمني کې جوړ شوي هم هغه درمل دي چې په نړۍ کې ډېرمشهور او مصرفېدونکي درمل دي.
سالوارسن: يو ډول نور درمل دي چې په ١٩٠٩ زېږدي کال په جرمني کې جوړ شوي او په نړۍ کې په ډېر مصرفېدونکو درملو کې راځي د syphilis ناروغۍ په درملنه کې ترې کار اخيستل کېږي.
اسپيرين : چې په ١٨٥٣ زېږدي کال کې د جرمني پوهانو له خوا جوړ شوي له هغو درملو څخه دي چې تر دم گړۍ پورې په نړۍ کې ډېر ښه او رغونکي درمل ثابت شوي دي ،چې د عادي دردونو او ساده ناروغيو د درملنې لپاره په دوديز ډول کارول کېږي . اوس مهال هر کال په نړۍ کې ٤٠ زره مټريک ټنه اسپيرين درمل کارول کېږي.
ټورازين: چې د رواني او روحي ناروغيو په درملنه کې ترې کار اخيستل کېږي په ١٩٥١ زېږدي کال کې فرانسويانو جوړ کړي دي ،چې د رواني ناروغيو په درملنه کې ډېر گټور ثابت شوي دي.
د حمل دارۍ ضد درمل: چې په ١٩٥٧ زېږدي کال کې د امريکا په متحده ايالاتو کې جوړ شوي هم په دې ليسټ کې ځاى لري.
همدارنگه (اټر) په نړۍ کې د بې هوښي لومړني درمل چې په ١٨٤٦ زېږدي کال په امريکا کې جوړ شوي هم له هغو درملو څخه دي چې په نړۍ کې تر دم گړى پورې ډېر مصرفېږي