ولسي جرګې د هلمند د اوبو په هکله د حسن روحاني خبرې مداخله او پارونکي بللي

د افغانستان ولسي جرګې د ایران د جمهور رييس حسن روحاني د ورستیو څرګندونو په هکله غبرګون ښودلی او بې مورده يې بللي.
حسن روحاني ويلي و، چې ایران به په افغانستان کې د کمال خان او سلما د بندونو د جوړلو په هکله بې توپیره پاتې نشي.
د ایران جمهور رييس ویلي، چې په افغانستان کې د اوبو د بندونو جوړول به په ایران کې د زوکړې چاپیریال ته زیان ورسوي.
په ولسي جرګه کې یو شمېر وکیلانو دغه څرګندونې مداخله او بې بنسټه بولي. ولسي جرګې د تيرې ورځې په ناسته کې ويلي، چې افغانستان له ایران سره د نړيوالو قوانينو پر بنسټ تړون لري، نو ځکه ایران باید د افغانستان په چارو کې مداخله ونکړي.
ارګ هم د ایران جمهور رييس روحاني د څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی او ويلي: «د افغانستان له داخلي اوبو نه استفاده، د خلکو مسلم حق دی او دولت به د اوبو د مهار په برخه کې د شوي تړون پر بنسټ عمل وکړي.»
د یادونې ده، چې هر کال په میلیاردونو مکعبه اوبو د نه مدیریت او د بندونو نه شتون له کبله په وړیا توګه ګاونډيو هېوادو ته بهيږي، په داسې حال کې چې د ښه مدیریت په صورت کې دا ممکنه ده، چې افغانستان ملیاردونه ډالره عواید تر لاسه کړي.