ويې خورئ چې ومونه خوري!!!


ليکنه: نوراحمد عايل
د يوگانډا هېواد د کرنې وزير په يوه خبري ناسته کې خپلوټولو هېوادوالو ته وويل چې هر څومره ژر چې هر چېرې تمساح (کروکوډيل) وينئ حمله پرې کوئ او خورئ يې.
نوموړي داخبرې ددې لپاره وکړې چې تمساح گانې(کروکوډيل) ډېرى وخت ددې هېواد په خلکو حملې کوي او خوري يې.
نو نوموړي هم ددې خطر د مخنيوي په پار خپلو هېوادوالو ته وويل مخکې له دې چې تمساح مو وخوري تاسې يې وخورئ چې په دې سره يې نسل کم شي او له خطر څخه يې په امن کې شو.
ديوگانډا هېواد د ويکټوريا سيند غاړې ته ډېرې تمساح گانې راځي او ددې ساحل په کروندگرو اوکب نيونکو باندې حملې کوي،.چې له امله يې تېرې دوه اوونۍ يوازې په يوه ولايت کې شپږ کسان خوړلي وو.
ويل کېږي چې په دې ورستيو کالونوکې په يوگانډا کې تمساح (کروکوډيل) بېخي ډېر شوي دي چې د کرنې وزيريې ډېر سخت په غصه کړى.
ده په خبروکې وويل دا بېرحمه کروکوډيل ښکار کړئ او غوښه يې وخورئ!ځکه دوى په انسان رحم نه کوي او خوري يې نو انسانان هم حق لري چې په تمساح گانورحم ونه کړي او په وژلو او خوړلو له هغو څخه غچ واخلي.
د کرنې د وزير د څرگندونو په غبرگون کې
د چاپېريال ساتنې پلويان د يوگانډا د کرنې د وزير په دې خبرو نيوکه کړې ده .
سام موانډا د يوگانډا د چاپېريال ساتنې دادارې مدير ويلي دي چې هر څوک په تمساح گانو حمله وکړي وبه يې نيسو او د زندان مېلمه به يې کړو.
په يوگانډا کې د وحشي حيواناتو ښکار او وژل منع دي.
موانډا زياته کړه دا چې خلک د تمساح گانو سيمې ته ورځي نو تمساح گانې مجبورې دي چې دوى وخوري.
د موانډا په نظر د کرنې د وزير خبرې احمقانه دي اودا به ډېرې بدې پايلې ولري، ځکه ډېرى خلک د تمساح د ښکار کولو له چل سره بلد نه دي نو مخکې له دې چې په تمساح حمله وکړي تمساح به يې وخوري ،چې له امله به يې ډېر خلک ووژل شي.
تر اوسه پورې د تمساح گانو خوړل په يوگانډا کې ډېر دود نه دي.
د حرفه يي پخوونکو په اند د کروکوډيل غوښه که سره کړو او يا يې کباب کړو ډېره مزه کوي، او ډېر کم وازگه لري چې د مرغانو غوښې ته ورته ده.