د امریکا دفاع وزارت پنټاګون خبر ورکړی دی چې پر شمالي کوریا د نویو بندیزونو پریکړه لیک مسوده یې د ملګرو ملتونو دفتر ته لیږلې.

امریکا یاد اقدام د شمالي کوریا له خوا د لویو وچو څخه تېریدونکي توغندي له ازمویلو وروسته تر سره کړی دی او ګواښ یې کړی دی چې که د شمالي کوریا کړکیچ د خبرو له لارې حل نه شي نو د یو لوی پوځي ځواک څخه به کار واخلي.
له بلې خوا چین ویلي دي چې د شمالي کوریا له خوا د یاد توغندي ازمویل د منلو نه دي خو د پر ډیپلوماټیک حل یې ټینګار کړی دی.