د خوشال بابا فکري بهير ۱۸۸ می غونډې خبرتیا!

درنو دوستانو السلام عليکم!
راتلونکې پنجشنبه د خوشال بابا فکري بهير ۱۸۸مه اوونيزه غونډه ده. پدې غونډه کې د قرآن پاک د مبارکو آيتونو تر تلاوت او د حديث شريف تر ژباړې وروسته په روانې اونۍ کې په مهمو ملي او نړیوالو پیښو مرور وشي.
ښاغلی محمد داود نیازی به د اقتصاد پیژندنی تر سرلیک لاندی د کتاب مهم ټکي او لنډیز وړاندی کړي. ورپسی به ښاغلی عنایت الله صافی  یو په زړه پورې پرزینټیشن ګډونکونکو ته وړاندې کړي او د غونډی په وروستۍ برخه  کی ځانګړی وینا هم په نظر کی نیول شوی ده.
 وخت: پنجشنبه د  چنګاښ ۱۵، ماسپښين دوه نيمې بجې
ځای: قلعه فتح الله، پنځمه کوڅه، د آشنا پوهنتون مخامخ کوڅه، د روكيان مديريتي مشورو مؤسسی مرکزي دفتر
په ډېر درنښت