
کریملین او سپینې ماڼۍ خبر ورکړی دی چې د جمعې په ورځ به د دواړو هیوادونو مشران د جرمني په هامبورګ کې لیده کاته تر سره کړي.
یاده لیدنه به د جي شل یا د نړۍ د سترو اقتصادي هیوادونو غونډې په څنډه کې تر سره شي.
دا به د دواړو هیوادونو مشرانو تر مینځ لومړنۍ مخامخ لیدنه وي.
یاده لیدنه چې د جمعې په ماسپښین به تر سره شي پکې به د نړۍ په مهمو موضوعاتو خبرې اترې وشي.