د امریکا بهرنیو چارو وزیر اوکراین ته سفر کوي

اوکرایني خبري سرچینو خبر ورکړی دی چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن به دغه هیواد ته سفر وکړي.
په پام کې ده چې نوموړی د یاد هیواد له ولسمشر پیترو پروشینکو سره د دواړو هیوادونو د اړیکو په هکله خبرې وکړي.
همدارنګه به یاد چارواکي د اوکراین په اړه د روسیې اقداماتو په اړه هم خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیه د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوي بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.