شمالي کوریا د امریکا د خبرداریو سره سره نن بل توغندي وازمویلو

د امریکا د خبرداریو سره شمالي کوریا لا هم د توغنديو آزمويلو ته زور ورکړی او نن ورځ يې یو بل هم په بریالیتوب سره وازمويلو.
سويلي کوریا او امریکا دواړو د دې توغندي د ازمويلو پخلی کړی او وايي، چې دغه یو بالستیک توغندی و، چې په ۴۰ دقیقو کې ۹۳۰ کیلومتره واټن وهلی.
د امریکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ شمالي کوریا ته خبرداری ورکړی و او اوس وايي، که چين وغواړي شمالي کوریا کابو کولی شي، چې د توغنديو له ازمويلو او آټومي پروګرامونو نه لاس واخلي.