
د فرانسې د خبري رسنیو د رېپوټونو له مخې، تیره شپه د «تولز» ښار کې، پر موټر سایکل سپاره کسانو د «اپل» میدان کې یو جومات ته نږدې پر عامو خلکو برید کړي او په ډزو سره يې مرګ ژوبله اړولې.
پولیس وايي، چې په دې پېښه کې ۸ تنه ټپیان شوي وو، چې یو تن يې وروسته بیا سا ورکړه.
په ښار کې یاد میدان ته تلونکې ټولې لارې د پولیسو لخوا بندې شوې او په دې هکله يې جدي پلټنې پيل کړې دي.
د یادونې ده، چې په ورستیو دوه کلونو کې په فرانسه کې ترهګريزې پېښې ډيرې شوي دي.