
د داعش پر وړاندې د عراقي دولت عملیاتو په لړ کې د درنې جګړې له امله د موصل په زاړه ښار کې زرګونه کورنۍ بندې پاتې دي.
د عراق فدرال پولیس وايي چې د دوی د سیمو د تصفیې په لړ کې له کورنیو سره هم مرسته کوي چې له سیمې ووځي.
عراقي پوځ وايي چې له داعش وسله والو یې تازه سمیې هم نیولي دي.
په موصل کې بند پاتې خلک د خوړو، اوبو او بریښنا له نشت سره مخ دي او په ګرمه هوا کې د خلکو ژوند له سختو مشکلاتو سره مخ دی.
له بلې خوا د سوریې کردي اورپکي چې د داعش وسله والو پر وړاندې جګړه کوي د الرقې ښار جنوبي برخو ته ننوتلي دي.
د سوریې الرقه ښار داعش ډلې خپل مرکز ټاکلی و.