
سعودي ویلي چې دوی او متحدینو یې قطر ته ۴۸ساعته نور وخت هم ورکړی دی ترڅو د دوی په غوښتنو غور وکړي.
یادو هیوادونو د قطر دولت ته د ۱۳ غوښتنو یو لست استولی دی.
دوی ګواښ کړی چې که چېرې د قطر دولت یادې غوښتنې ونه مني نو له نورو بندیزونو سره به مخ شي.
دا په داسې حال کې وه چې یادو هیوادونو قطر ته د یکشنبې تر ورځې ضرب الاجل ټاکلی و خو قطر څرګنده کړې وه چې د چا له ګواښونو او وسله وال برید څخه هم نه ویریږي.
د نوموړي ضرب الاجل موده د کویت امیر په غوښتنه دوه ورځې نوره هم اوږده شوه.