ترکیه کې د حاکم ګوند دوه لوړپوړي غړي وژل شوي دي

د ترکيې دولتي چارواکو خبر ورکړی دی چې د یاد هیواد حاکم ګوند دوه لوړپوړي غړي د وسله والو په ډزو کې وژل شوي دي.
د ترکیې عدالت او پراختیا ګوند چې ولسمشر رجب طیب اردوغان یې مشري کوي په یاد هیواد کې د واک پر ګدۍ ناست دی.
یاد غړي چې یو یې اورهان مرجان په دیاربکر ولایت کې د یاد ګوند مرستیال او بل هم آیدین آهي د وان په ولایت کې د نوموړي ګوند مرستیال و. دواړه د خپلو کورونو مخې ته د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوي دي.
ترکیې د دولت مخالفه پي کې کې وسله واله ډله په یادو بریدونو کې پړه وبلله.