د پاکستان دولت افغانستان ته نوی سفیر لیږلی دی.
پاکستاني رسنیو ویلي دي چې د دغه هیواد لومړي وزیر نواز شریف د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت څخه لیدنه وکړه او په ترڅ کې زاهد نصرالله د افغانستان لپاره د دغه دولت نوی سفیر وټاکه.
سرچینې ویلي دي چې د نوي سفیر رالیږل د افغانستان او پاکستان تر مینځ د باور فضا رامینځ ته کولو او پر یوبل د تورونو کمولو او اړیکو ښه کولو په موخه ټاکل شوی دی.
وروستي