
د قطر دولت ویلي دي چې پر دغه هیواد د بندیز لګوونکو هیوادونو له کوم پوځي اقدام څخه وېره نه لري.
بندیز لګوونکو هیوادونو قطر ته د جولای تر ۳مې پورې ضرب الاجل ټاکلی و.
د قطر حکومت ویلي دي چې له مخالفینو سره خبرو ته حاضر دي خو د چا پوځي اقدام د خپل هیواد پر خاوره تېری بولي.
له بلې خوا کریملین خبر ورکړی دی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د بحرین له پاچا سره کتلي دي او د قطر د کړکیچ په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.
پوتین ویلي دي چې جګړه په منځني ختیځ کې د بحران راتللو لامل کیدلی شي او په سوله ییزو خبرو اترو یې ټینګار کړی.