د نیویارک په يوه روغتون کې وسلوال کس ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د نیویارک پولیسو په يوه روغتون کې د یوه تن د وژل کیدو او ۶ تنو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.
سرچینه زیاتوي، چې یو وسلوال کس د روغتیاپالو په کالیو کې د «برونېکس» روغتون ته ننوتلی او بیا يې پر کارکوونکو ډزې کړي، چې په لګیدلو کسانو کې ۳ تنه ډاکتران هم شامل دي.
دغه بریدکوونکی د یاد روغتون پخوانی کارکوونکی و او دی هم په روغتون کې وژل شوی دی.