د عراق لومړي وزیر د داعش ډلې د واکمنۍ پای اعلان کړ

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي د داعش ډلې د واکمنۍ پای اعلان کړ.
نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د داعش ډلې واکمني پای ته رسیدلې ده، او د عراق پوځ له خوا د موصل نیول یې دلیل دی.
د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي د ۲۰۱۴م کال د جون په میاشت کې د موصل النوري جامع جومات څخه د اسلامي دولت په نامه خلافت اعلان کړ او د عراق موصل ښار یې خپل مرکز وټاکه چې اوسمهال عراقي ځواکونو ونیوه.
په یاده جګړه کې د النوري ۸۰۰ کلن پخوانی جامع جومات هم ونړیده؛ عراقي ځواکونه ادعا کوي چې یاد جومات داعش ډلې نړولی دی، خو ځینې شنونکي بیا په دې اند دي چې یاد جومات د عراق شیعه اورپکو نړولی دی.