پاړاچنار کې لسګونه زره کسانو د پاکستان دولت پر وړاندې لاریونونه کړي

د پښتونخوا په پاړاچنار کې لسګونه زره کسانو د پاکستان دولت پر وړاندې په لاریونونو لاس پورې کړی دی.
دا لاریونونه وروسته له هغې تر سره کیږي چې په کورمه ایجنسۍ کې د دوو چاودنو له امله ۷۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
لاریون کوونکي دولت د امنیت په راوستلو کې پاتې بولي.
مظاهرو وروسته له هغې زور واخیست چې تېره اونۍ د لاریون په ترڅ کې د پولیسو له خوا درې تنه لاریون کوونکي په ډزو وویشتل شول.
که څه هم دولت ژمنه کړې ده چې د ټولو وژل شوو تاوان به ورکوي خو لاریون کوونکي وايي چې له دوی سره د مور او مېرې چلند کیږي، ځکه په پنجاب کې د دوی په نسبت له زیانمنو سره زیاته مرسته کیږي.